امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې د خنجر ٢١ په عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغۍ شپږمه :
په جوزجان ولايت کې  دخنجر ٢١ په عملياتو کې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  اولس تنه نور ټپيان شول .
  دجوزجان ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال  عبدالمنان رووفي  دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتو کې  چې  دګډو افغان ځواکونو له خوا له دوو ورځو راپديخوا دجوزجان ولايت  دآقچې  او مرديانو دولسواليو  په مربوطاتو کې ترسره شول تراوسه پورې  څوارلس تنه وسله وال طالبان  وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى  وويل: ددغو عملياتو په بهير کې  دمتقابلو ډزو له امله شپږ تنه ماشومان چې دبريدونو په سيموکې  وو  ټپيان شوي دي
دامنيې قوماندانۍ  دويان دڅرګندونو له مخې:  ددغوعملياتو په بهير کې  دجوزجان ولايت دفيض اباد ولسوالۍ يوه سيمه ئيز پوليس هم شهيد شوى او عمليات دسيمې تر بشپړ  پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته