سیاستخبرونهامنیتاقتصادTOP

جمهور رييس محمد اشرف غني په رسمي سفر امریکا ته ولاړ

کابل/ د چنګاښ ۳مه/ باختر

جمهور رئيس محمداشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر، بېګا ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به د دې سفر په جریان کې د امریکا متحدو ایالتونو له جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

له جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته