روغتیا

په ننګرهار کې له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه

– کابل / د غويي ٧ مه / باختر
په ننګرهارکې زرګونو اړو کورنيو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې.
په دغو مرستو کې خوراکي توکو شامل دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې دوره کې څه دپاسه ٤ زره اړو کورنيو د داخلي او بهرني مرستندويو بنسټونو په تېره بيا د خوړو نړيوال سازمان مرستې ترلاسه کړې.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او مالکه شته چې د وروستۍ يوې اوونۍ په بهير کې په ننګرهار کې پر اړو کورنيو ووېشل شوې.
د ننګرهار سيمه ييز مسوولين وايي: هغو اقتصادي ستونزو ته په پاملرنې سره چې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله رامنځته شوې دي؛ اړو کسانو ته د مرستو د وېش بهير کړندى شوى دى.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته