
کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ د (AWCPO) موسسې لخوا پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
په مرسته کې یوه بوجۍ اوړه، ۵ لېټره غوړي او ۶ کیلو دال شامل وو، چې د مرستې لړۍ یې دوه ورځې دوام وکړ.
د یادولو وړ ده، چې مخکې له دې هم د (WFP), (IRC) او د پکتیا د کډوالو چارو ریاست له لوري په یاده ولسوالۍ کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته وېشل شوې وه.
صدیقي