خبرونهټولنهروغتیا

په پکتیا کې ۳۸۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول

کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د (ډاکار) موسسې له لوري په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې پر ۳۸۰ کورنیو د روغتیا ساتنې کېټونه چې ۱۳ قلمه روغتیايي توکي پکې شامل وو، ووېشل شول.
په ورته مهال د ډاکار موسسې مسوولینو له لوري ځایي اوسېدونکو ته د روغتیا ساتنې په اړه معلومات ورکړل شول او هغه لارې چارې ور وښودل شوې، چې د کولرا او ورته نورو ناروغنیو د مخنېوي لپاره اړینې بلل کېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس باختر آژانس ته وویل، چې پر یادو کورنیو د اوبو د تصفیې په موخه کې د کلورین ۱۰۰۰ پاکټه ټابلیټ هم ووېشل شول.
هغه زیاته کړه چې په کافي اندازه د کلورین ټابلېټ او پوډر په واک کې لري او پر خلکو یې د اوبو د تصفیې لپاره په وړیا ډول وېشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستېو کې د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې کولرا ناروغۍ زیاته شوې، چې د لسګونو کسانو د وژل کېدو سربېره په زرګونه کسان چې اکثره برخه یې ماشومان دي پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا