امنیت

يوه ميرمن اودوه ماشومان په سمنګانو کې ددوى په يوه کور د لاسي بم دغورځولو امله ووژل شول

ايبک باختردتلې دمياشتې ١٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې تيره شپه ديوه لاسي بم د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دريوغړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پيښه د دغه ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې له امله يې يوې مور اودووماشومانو يې خپل ژوند له لاسه ورکړ . د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ د دغې ولسوالۍ په دولت آباد کلي کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا يو لاسي بم د يوه جهادي قوماندان عثمان باختر په کور وغورځول شو چې د چاودنې له امله يې دده نږور او دوه لمسيان چي يو يې ٣ کلن اوبل يې ٧ کلن و خپل ژوند له لاسه ورکړ. فطرت زياته کړه ؛ پوليسو د دغې پيښې تور د دغه کلي يواوسيدونکى نيولى دى . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته