
کابل، د لېندی ۷ مه، باختر
د پکتیا د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ په دولت خان سیمه کې امنیتي ځواکونو یو موټر چې پکې ۸۰۰ کیلو ګرامه چرس بار و کشف او ضبط کړی دی.
د مسوولینو په خبره، دغه موټرد یاد ولایت له احمد آباد ولسوالۍ څخه د غزني په لور روان و چې د زرملت ولسوالۍ په دولت خان سیمه کې ونیول شو.
هېره د نه وي، چې په تړاو یې یو کس نیول شوی، چې وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
جهانیار