کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧
د فارياب پوهنتون د نجونو د ليليې د دويمې ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د فارياب پوهنتون رييس انجنير ګل احمد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د ٨٣١ مربع متره ځمکې په ساحه کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت له بودجې څخه د څه دپاسه ٣٣ مليونو افغانيو په لګښت په دريو پوړونوکې جوړيږي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په ودانۍ کې ٣٧ خونې، دغونډو سالون، د ډوډۍ خوړلو سالون، ژوره څاه، د ٤٨٠ مترو په اوږدوالى د انګړ ديوال او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې په يوه کال کې په بشپړه شي.
ويل کيږي دغه ليليه به د دوه سوه پنځوسو تنو محصلانو ظرفيت ولري.