خبرونهښوونه او روزنه

په پکتیکا او لوګر کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه زده کوونکي فارغ شول

کابل، لېندۍ ۱۴ مه، باختر

په پکتیکا او لوګر کې د اطلاعاتو فرهنګ ریاستونو له ښوونیزو مرکزونو څخه ۹۰ زده کوونکي له ۳ میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول.

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونيز مرکز څخه ۲۵ زده کوونکو د انګلېسي او کمپیوټر برخو کې فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین حذیفه ټولو فارغو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د زده کړو دغه لړۍ به نوره هم وغځوي.

د یو بل خبر له مخې؛ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونيز مرکز څخه هم ۶۵ زده کوونکو د انګلېسي او کمپیوټر برخو کې فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم فارغ شویو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د افغانستان راتلونکی ځوان قشر پورې تړاو لري او باید هر ځوان له شته امکاناتو او فرصتونو څخه د خپلو وړتیاوو د لوړلو برخه کې په پوره مانا ګټه پورته کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا