کابل/ باختر/ د ليندۍ ٢٥مه
په دې ورځوکې د ښار په يو شمېر ديوالونو کې انځور شوي تصويرونه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ښکارندوى دي ، ليدل کېږي .
په دغو ديوالونوکې دغه انځورونه د هرات د يوشمېر فعالو نقاشانو له خوا، د ښځو چارو رياست په نوښت او همکارۍ د ښار په بېلابېلو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په مقصد نندارې ته وړاندې شوي دي .
دهرات ولايت د ښځو چارو رياست د اړيکو او عامه پوهاوي مديرې سهيلا صبري د ښار په کچه دغه انځورونه په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په مقصد د دغه رياست د١٦ ورځنى کمپاين له پروګرامونو څخه وبلل .
دې وويل چې دغه ١٦ ورځنى کمپاين په پنځو برخوکې تطبيق شوى چې زياتره يې د پوهاوي ورکول او د ښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي د له منځه وړلو په لاره کې خلکو ته د انګيزې ورکول او د کورنيو او ټولنې ترمنځ د مينې او د يو بل د منلو پراختيا ده .
د صبري د څرګندولو له مخې: دغه کمپاين د انجيل، ګذرې او کرخ په ولسواليوکې په بېلابېلو برخو کې تطبيق شوى او په تخميني ډول لس زره تنه ورڅخه ګټه اخيستې ده .
په همدې حال کې د هرات خلکو هم په دغو ديوالونوکې د دغو انځورونو په نندارې سره وايي چې دغه کار کولاى شي په ټولنه کې ښه او مثبت پايلې ولري.
دوى وايي: د خلکو په وړاندې، نندارې ته د دغه شان انځورونو وړاندې کول زيات اغېزمن دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل