خبرونهټولنه

په پکتیکا او هلمند کې زرګونو اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د تلې ۹ مه، باختر

د پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې يې پر 16100 اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.

د پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد اسماعیل شکیب باختر آژانس ته وویل چې د یاد ولایت د مرکز (ښرنې) په ګډون یې ارګون، سروضې، زیړوک، یحیی خیلو، جاني خېلو، خیرکوټ او یوسف خېلو ولسوالیو کې دORD  موسسې په مالي ملاتړ پر ۱۶۱۰۰  کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.

هغه زیاته کړه چې پر هرې کورنۍ یوه ۵۰ کیلویي بورۍ اوړه،  ۵ لېټره غوړي، یومن دال، یوه کیلو مالګه  او د ماشومانو لپاره مقوي توکي ووېشل شول.

د یو بل خبر له مخې؛ د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ پر ۴ زره ۸۳۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

محمد اکرم شهاب، ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا