ټولنه

د ميدان وردګو د دريايي حوزې تاسيسات پرانيستل شول

کابل باختر د زمري ١٥ مه
د ميدان وردګو د دريايي حوزې رياست نوي تاسيسات ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
دغه تاسيسات د نړيوال بانک په مرسته د شپاړلسوميليونو درې سوه زره افغانيو په لګښت د انرژۍ او اوبو وزارت جوړ کړي دي.
د ميدان وردګو والي جنرال مظفر الدين يمين د دريايي حوزې د رياست د نويو تاسيساتو د پرانيستلو په  مراسمو کې وويل: هلې ځلې کوي څو ټولو هغو حکومتي بنسټونو ته چې په دغه ولايت کې تاسيسات نه لري ، تاسيسات جوړ کړي.
هغه د دريايي حوزې رياست ته د نويو تاسيساتو جوړول د دغه رياست د کارونو د ښه والي په لاره کې  ارزښتناک وبلل .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته