امنیت

په غزني کې ‍۱۸ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 کابل باختردلړم دمياشتې ١٠مه :
د ایتلاف هوایي ځواکونو د غزني ولایت په اندړو، آب بند او مقر ولسوالیو اړوندو سیموکې پر وسله والو ترهګرو هوايي بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
د۲۰۳تندر قول اردو قوماندانۍ رسنیز دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په وژل شويو کسانوکې د غزني ولایت لپاره د والي مرستیال په داوود لنګ مشهور ملا نسیم، د طالبانو د سرې قطعې پوځي مسوول عبدالله او د داروخان په نامه د هغوى یو بل قوماندان هم شامل دي.
دغه راز د غزني ولایت په مرکز پورې اړوند نیازیو سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ۱ ترهګر وژل شوى او ۵ تنه نوريې ټپيان شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته