
کابل، د چنګاښ ۲۶مه، باختر
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په شخېل اباد او وړممۍ ولسوالیو کې بېلابېل نظامي مهمات نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر باخترآژآنس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د امنیې قومندانۍ اړوند د کشف آمریت د منسوبینو لخوا د شخېل اباد ولسوالۍ برلک او داود کليو کې او همدارنګه د وړممۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې بېلابېل نظامي مهمات نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو نظامي مهماتو کې دوې تومانچې، یو دوربین، ۱۴ شاجرونه، چانټې، دوه ګرنېټونه، د کلاشینکوف او تومانچې سلګونه فیره ګولۍ او ځینې نور مهمات شامل دي.
د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم د امنیه قومندانۍ اړوند د امنیت داخلي کسانو لخوا په بېلابېلو سیمو کې ځینې نظامي وسلې او تجهیزات نیول شوي وو.
لمر