نړۍ

دملګروملتو سازمان داسرائيلو دښارګوټو دجوړولو دبندولو غوښتنه وکړه

نيويارک دروسيي غږ   باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
په  فلسطينيانو پورې په اړوندو ځمکو کې  دښارګوټو دجوړولو په دوام سره
ددغې کړنې دمنفي تاثير ګواښ  داسراييلو اوفلسطينيانو ترمنځ  دسولې په
خبرو  ددغو کړنو منفي اغيزې زياتې شوي دي.
دملګروملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون ددغې ستونزې په پاملرنې سره  له اسرائيلو څخه غوښتي دي چې دښارګوټو جوړول بند کړي.
داپه داسې حال کې ده چې  اسراييلو په دې وروستيو کې اعلام کړى دى چې داستوګنې درې زره کورونه  به داردن دسيندپه لويديځ  اودبيت المقدس ښار په ختيځه سيمه کې  جوړ کړي .
اسرائيلو له هغه وروسته ديهوديانو داستوګنې  نويوښارګوټو دجوړولو تصميم ونيوه چې  دملګروملتو دسازمان عمومي ټولنې تيره اوونۍ په دغه سازمان کې دفلسطينيانو دخپلواکې ادارې دريځ دغير غړي دکتوونکي دولت په توګه لوړ کړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته