خبرونهامنیت

په پکتیکا کې دوه تنه د غلا په تور ونیول شول

– کابل، لړم ۱۵مه، باختر

د پکتیکا د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې  دوه تنه د غلا په تور نیولي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې له یوې صرافۍ څخه دوه تنو ۱۵ لکه او ۷۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې او ۳۱ زره افغانۍ غلا کړې وې، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم د بېلابېلو غلاوو په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي وو.

محمد اکرم شهاب\ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا