خبرونهټولنهTOPروغتیاښوونه او روزنه

سلګونه فارغانو د کابل طبي پوهنتون څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل

 کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر

سلګونو تازه فارغ شویو کسانو نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون څخه فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې فارغ شویو محصلینو ته ډاډ ورکړ، چې د تخصص او نورو زده کړو زمینه به ورته برابره کړي.

هغه همدارنګه له فارغ شویو کسانو څخه غوښتنه وکړه، چې په پوره صداقت سره د هېوادوالو چوپړ وکړي.

په ورته وخت کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات الله وویل چې سږ کال له دغه پوهنتون څخه ۱۷۶ تنو د طب، ۱۲۰تنو د ستوماتولوژي، ۴۲تنو د علوم متمم صحي، ۶۱ تنو د عامې روغتیا، ۱۹ تنو د نرسنګ او ۴۰ تنو د تخصص په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

نجات زیاته کړه، چې دمګړۍ ۲۲۱ ډاکټران د کابل طبي علومو پوهنتون اړونده تدريسي روغتونونو کې د تخصص په زده کړو بوخت دي او ډېر ژر به ۱۱ کسان د فوق تخصص په موخه ايران ته واستول شي.

هغه همدارنګه وویل چې د کابل په علي آباد روغتون کې به د ۱۴۰۳ کال تر پايه د سرطاني ناروغيو پرمختللې څانګه پرانیستل شي، چې د آسيا په کچه به کمسارې وي.

د کابل طبي پوهنتون رئيس همدارنګه وویل چې په طبي برخه کې د استقلال او ځان بسياينې په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي او په راتلونکي کې به په دغه برخه کې د ستر بدلون شاهدان واوسو.

په همدې حال کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني له فارغ شویو کسانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل مسلک ته وفادار پاتي شي او له طبابت تجارت جوړ نکړي.

هغه زیاته کړه، چې ډاکټران باید په ټول توان سره هڅه وکړي، چې په روغتیايي برخه کې افغانستان د نورو له احتیاج څخه خلاص او پر ځان بسیا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته