کابل باختر دکب نولسمه :
دفارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې نن دماين دچاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختراژانس ته وويل دغه ماشوم چې شپيني يې کوله ددولت اباد ولسوالۍ دبازار قلعه په سيمه کې دماين دچاودنې له امله ووژل شو .
ده وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه نور څوارلس کلن او پنځلس کلن تنکي ځوانان ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شواو يو بل ملکي وګړى ټپي شو .
ختم_ عطاالله _ اکرم