ټولنه

د راى ورکولو په مرکزونوکې د فارياب خلکو پراخ ګډون

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د فارياب خلک د راى ورکولو مرکزونو په دروازوکې د اوږدو ليکو په جوړولو سره حاضر شوي دي او هره شېبه د راى ورکوونکو شمېر زياتيږي چې خپله رايه وکاروي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د فارياب ولايت په کچه د راى ورکولو ١١٢ مرکزونه تثبيت شوي دي چې له دې جملې څخه ٤٨ مرکزونه تړلي دي ٢٧ مرکزونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د فارياب د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د پوهاوي ورکولو مسوول عبدالستار وايي: اوس په ميمنې ښارکې ٢٤ مرکزونه فعال دي او خلک په راى ورکولو بوخت دي. خو دوى له ولسواليو سره اړيکه نه لري او له مرکز سره ټولې مخابراتي شبکې بندې شوې دي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته