خبرونهټولنه

په پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

کابل، د تلې ۱۶مه، باختر

د پکتیکا د ولایت مقام مسوولین وایي چې په برمل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۱۲۰۰ کورونو د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي.

په برمل ولسوالۍ کې د مرستو د کنټرول کمیټې مسوول مولوي مطیع الله منصور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د ۱۲۰۰ کورونو د جوړېدو چارې په چتکۍ روانې دي چې د ۷۰۰  کورونو د رغولو چارې په بشپړېدو دي.

مولوي منصور وویل، چې دوی هڅه کوي د ژمې له رارسېدو سره تر ډېره برېده د کورونو د جوړېدو چارې بشپړ کړي او زلزله ځپلو ته د استوګنې زمینه برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې په برمل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د استوګنې کورونه د نړیوالو او بېلابېلو خیریه بنسټونو په مرسته دولت سره په همغږۍ، د رغولو چارې یې روانې دي، د دغو کورونو د رغولو چارې زیاته ونډه د یونیسیار مرستندوی بنسټ په غاړه اخیستې ده.

محمد اکرم شهاب\ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا