سیاست

دکورنيو چارو وزير دترانسپورتي شرکتونوله مسوولينو سره په کتنه کې په لويو لارو کې دشتو ستونزو او خنډونو دپاى ته رسولو ژمنه وکړه .

کابل باختر د ليندي دمياشتي شپږ ويشتمه :
دکورنيو چارو  وزير دکابل _ قندهار _ هرات په لويه لار کې دمسافر وړونکو شرکتونو له مسوولينو سره په کتنه کې دهغوي ستونزې واوريدې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  :
د کورنيو چارو وزير محمدعمر داودزي دهغو غونډو په لړکې چې په منظم ډول دخصوصي شرکتونو له مسوولينو او سوداګرو سره د هغوى دامنيتي ستونزو دڅيړنې په مقصد لري ، پرون دکابل _ قندهار _ هرات  دلوى لاري دمسافر وړونکو شرکتونوله مسوولينو سره وکتل او په دې تګلوري کې يې دهغوى امنيتي ستونزې وڅيړلې .
دکورنيو چارو وزير  په دې  غونډه کې  وويل  چې له څه مودې راپه دې خوا  دکورنيو چارو وزارت په جدي توګه دکابل _ قندهار _ هرات  دلويې لارې دامنيتي چلنجونو موضوع  ته ديو پراخ امنيتي  پروګرام  په چوکاټ کې پاملرنه کړې ده او په دې  لاره کې دامنيتي ستونزو له منځه وړل او په غير قانوني ډول دپيسو داخستلو مخنيوي چې  په  دې تګلوري کې  د غير مسوولو  وسله  والو کسانو له خوا ترسره کيږي  ستر برياليتوبونه  بلل کيږي .
دکورنيو چارو وزير په داسې حال کې چې د کابل _ قندهار _ هرات  په لاره  کې دامنيتي چلنجونو دلرې کولو ، په دې تګلوري کې دامنيتي خدمتونو د زياتوالي اوښه والي او دترافيکو په اداره کې دستونزو اوپيچلتياو دله منځه وړلو په باب په دې  برخه کې دپانګې اچونې دهڅونې او ملاتړ په مقصد خبرې کولې څرګنده کړه،  په هغو جرمي  قضيو کې د چلوونکو د دخالت ورکولو موضوع   چې په  سپرليو پورې تړاو  لري ، وڅيړله او د ستونزو دلرې کولو لپاره  دپوليسو ١١٩ ادارې  ته واک  ورکړل شوى دى  چې په  دې برخه کې شته  ستونزې دې وپيژني او په  خپل وخت دې حل کړي او دولايتونو هغو ټولو امنيه قوماندانانو ته چې دکابل _ قندهار _ هرات دلويې لارې په تګلوري کې دي  لارښوونه شوې ده چې په جدي توګه دې له دغو ستونزو سره مبارزه  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته