نړۍ

دداعش ځواکونو دعراق په شمال کې څلور نورښارونه ونيول

بغداد ريانويستي باختردزمري دمياشتې  ١٧ :
دداعش ځواکونو پرون دعراق په شمال کې  خپلې نيونې پراخې کړې  او ددغه هېواد دمسيحيانو داستوګنې ډير ستر ښار قره قوش يا بخديدا يې لاندې کړ.
قره قوش دنږدې پنځوسو  زرو  وګړو په لرلو سره  دموصل ښار دجنوب ختيځ په  دوه ديرش کيلومترۍ واټن کې موقعيت لري .
يوه اړونده خبرځاى وويل : دقره قوش  ،تل کيف ، برطله  او کرملش  ښارونه  چې په عمده توګه دمسيحيانو استوګنځي  دي ، دداعش لاسته ورغلي دي   او ددغو ښارونو په لسګونو زره تنه  وحشت ځپلي اوسيدونکي دعراق دکردستان په لور تښتيدلي دي.
دعراق يوې رسمي سرچينې حالت  له ناتار ډک او خراب وباله   او دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا  دسملاسي اقدام  غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته