خبرونهورزش

په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره د رسنیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر

په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د رسنیو د پنځو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت په نوښت او د پکتیکا د کرکټ بورډ په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت د رسنیو د پنځو( تلوسه راډيو، تعلیم الفرقان، پښتون غږ، ملي راډیو او اطلاعاتو او فرهنګ) لوبډلو ترمنځ پيل شوې.

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد آمین حذیفه وايي، چې د خپل ماموریت له پیله تر ننه په دې هڅه کې دی چې ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې کار وکړي او دوی ته خوشحالي ورکړي.  حذیفه زیاته کړه، چې له یادو سیالیو څخه یې موخه د ورزش وده او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو مخنیوی کول دي.

په ورته مهال بیا د پښتون غږ راډیو د کرکټ لوبډلې مشر محمد یاسین یاسین او نورو لوبغاړو په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه کړنه وستایله او زیاته یې کړه، چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د خبریالانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره کېږي.

دوی دغه راز له ولایتي ادارې، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، کرکټ بورډ او ورزشي چارو آمریت څخه غوښتنه وکړه چې د ځوانانو لپاره دې د کرکټ او نورو ورزشي لوبو سیالۍ جوړې کړي او د لوبو په برخه کې دې ورته لا زیاته او ځانګړې پاملرنه وشي.

د یادونې وړ ده چې پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت رسنیو تر منځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.

شهاب،س.صدیقي

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا