
کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر
د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز ښرنه، زرغون ښار، یحیی خېلو او سروبي ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره روشن مخابراتي شرکت ۴ جي خدمتونه پیل کړي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس قیام عادل ولس ته د دغه لاس ته راوړنې او پرمختک د مبارکۍ ترڅنګ د روشن مخابراتي شرکت له هڅو او خدمتونو مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې له نورو مخابراتي شرکتونو سره هم خبرې روانې دي، څو په راتلوونکي کې خپل ۲جي، ۳جي سایټونو ۴ جي ته واړوي.
د روشن مخابراتي شرکت د سويل ختيځ زون مسوول احمد ميأ وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې به نور سایټونو هم د ۴ جي خدمتونو ته واړوي.
شهاب، جهانیار