امنیت

د بهارک او وردوج د ولسواليو د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو دوام

فيض آباد/ باختر د ثور ١٤:
په داسې حال کې چې په بدخشان ولايت کې د وردوج د ولسوالۍ او د هغې د شاوخوا سيمو د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات دوام لري، پوځيانو له ډار اچوونکو څخه د ځينو سيمو د نيولو او پرمختګ خبره کوي .
دغه عمليات د پنجشنبې په ورځ د وردوج ولسوالۍ په ګاونډکې د بهارک له ولسوالۍ څخه پيل شوي او دغه راز دوام لري .
  د بدخشان ولايت د رسنيو دفتر وايي چې پوځيانو د ډار اچوونکو له شتون څخه د بهارک ولسوالۍ د ځينو سيمو په پاکولو سره په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو د ځپنده ګوزارلپاره زمينه برابره کړې ده.
ده وويل: په دې جګړوکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
د جرم او وردوج ولسوالۍ د زياتې مودې را پدېخوا د طالبانو د ډلې تر کنترول لاندې دي.
د بدخشان پوځي مقامات وايي چې د دغو عملياتو اصلي هدف له وسله والو طالبانو څخه د دغو دوو ولسواليو بېرته نيول دي.
دغه پوځي عمليات د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته