
ښرنه باختر د زمري ۶ مه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره د یو شپېته مېلیونو افغانیو په لګښت لیلیه جوړيږي.
چارواکي وايي: دغه ودانۍ په څلورو پوړنو کې جوړيږي چې دوه دېرش خونې به ولري او د دوو کلونو په موده کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا د پوهنې ریېس انجینر محراب الدین شفق د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، د دغې لیليې په جوړېدو سره به ۲۸۴ تنو نجونو ته په لیلیه کې د اوسېدو زمینه برابره شي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دغه ولایت له مېشتو خلکو څخه وغوښتل چې،له ناسمو دودونو څخه تېر شي او خپلو لوڼو او خویندو ته د زده کړو لپاره اجازه ورکړي.پای/وصال