خبرونهورزش

په پکتیکا کې د والیبال سیالۍ پیل او په خوست او هرات کې د والیبال او کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

کابل، د وږي ۲۷ مه، باختر

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د شلو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې. دغه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د اتحاد او یووالي په موخه پیل شوې چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د باک واليبال لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

د خوست ولايت ورزشي امريت د پلان له مخې په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د ورزشي نمايشونو په ترڅ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د ” اتحاد او پيوستون” جام په نوم په دغو سياليو کې د “صبري يعقوبي، باک عليشېر، تريزي او ځاځي ميدان” ورزشکاران له يو بل سره د واليبال سيالۍ ترسره کړې.

په همدې حال کې د غورماچ لوبډلې په هرات کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پيل شویو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه.

پایلوبې ته غورماچ او افغان یووالي لوبډلو لاره پیدا کړه، خو غورماچ لوبډله وتوانېده چې خپلې سیالۍ لوبډلې ته د ۱۷ منډو په توپير ماتې ورکړي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا