امنیت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په هميشه بهار راډيو بريد وغانده

کابل باختر د لړم ٢٨مه :
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې په يوې سيمه ئيزې راډيو بريد وکړ.
  دغه پيښه نن سهار دشپږ نيمو بجو په شاوخواکې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو موټرسايکل سپرو د هميشه بهار راډيو په دفتر بريد وکړ.
عيني شاهدان وايي چې وسله وال کسان ددغې راډيو د يوه ساتونکى او د يوه کارکوونکى له وهلو او ډبولو وروسته  دغه دفتر ته ننوتل .
دهميشه بهار راډيو مسوول صحبت الله انتظار باخترآژانس ته وويل چې وسله والو کسانو د دغې رسنۍ تاسيساتو ته له ننوتو وروسته په ډزو او دکارکوونکو په وهلو او ډبولو لاس پورې کړ.
د انتظار دڅرګندونو له مخې: دغو يرغلګرو د هميشه بهار راډيو استډيو او ځينې وسايل ويجاړ کړل.
يرغلګرو له دغه بريد وروسته ددغې رسنۍ مسوولينو ته خبر دارى ورکړى دى چې دخپرونو د دوام په صورت کې به ووژل شي .
د هميشه بهار راډيو مسوول وايي چې له څه مودې راديخوا په وار وار د وسله والوطالبانو په گډون  د بېلابېلو ډلو له خواګواښل شوى دى.
ده وويل: دغو ډلو د ټيلفون له لارې له ده څخه غوښتل چې خپل څوتنه کارکوونکي له کاره ګوښه کړي او يا دې د دغې رسنۍ خپرونې ودروي.
په همدې حال کې ويل کيږي چې د ژوندون او د خورشيد ټلويزيون د نمايندګۍ ځينې وسايل چې د هميشه بهار راډيو په تاسيساتوکې و؛ هم د وسله والو کسانو په  دې بريدکې ويجاړ شوي دي .
دننګرهار ولايت يومسوول وايي چې ددغه ولايت والي ددغه بريد د څرنګوالى دڅيړنې او د هغه دعاملينو د پيژندنې لپاره يو هيئت موظف کړى دى.
  همدااوس ددغې سيمه ئيزې راډيو خپرونې بندې دي .
په ننګرهار ولايت کې د هميشه بهار خصوصي راډيو په تفريحي، ټولنيزو، اسلامي او روزنيزو پروګرامونوسره په څليرويشت ساعته ډول خپرونې کولې.
د اطﻻعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د باخترآژانس سره په اړيکه کې په هميشه بهار راډيو د ناپيژندل شويوکسانو د بريد د غندلو په ترڅ کې د ننګرهار ولايت له مقام څخه وغوښتل چې ډير ژر دې موضوع وڅيړي او د دغې پيښې مسوولين دې وپيژني او عدلي او قضايي مراجعوته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته