اقتصاد

جمهورريیس د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د بېلابېلو خونو له رهبرۍ سره خبرې وکړې

کابل/ د غویي ٨ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د بېلابېلو خونو له رهبرۍ او د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ د خونې ريیس الحاج مایل آغا خیرخواه، د افغان – جرمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي ريیس جلال الدین سعید، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل ريیس سېد زمان هاشمي، د خان سټیل کمپنۍ ريیس او د ولسي جرګې غړي حاجي خان محمد وردګ او ملي تاجر شېرباز کمین زاده خبرې وکړې. یادو ویناوالو د هېواد له زیانمنېدونکو اقشارو او بې وزله خلکو سره د سوداګرۍ او صنایعو خونو د شویو مرستو په اړه راپور ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دولت د مټ او شریک په توګه په راتلونکي کې هم همکارۍ ته تیار دي چې ټولو زیانمنېدونکو اقشارو ته لومړني مواد او ضروري مرستې ورسېږي. جمهورريیس غني د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو له رهبرۍ څخه په مننې، له خلکو سره د همکارۍ په برخه کې د ملي تاجرانو او پانګه والو د رول قدرداني وکړه او ويې ویل: د سوداګرۍ او پانګه والو ټولنه او دولت د یو بل د پیاوړو مټو په توګه په دې حساس وخت کې د دولت او سوداګرۍ ټولنې ګډ مسوولیت د ترسره کولو په موخه چې د افغانستان خلکو ته رسیدګي ده، په ګډه کار او همکاري کوي. جمهورريیس غني د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د بېلابېلو خونو له مسوولینو څخه وغوښتل چې دوی دې د لیکلې طرحې له لارې هغه کارونه مشخص کړي چې په راتلونکي کې یې له دولت سره په ګډه کولای شي او دغه طرحه دې له جمهوري ریاست سره د تصامیمو په موخه شریکه شي.# پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته