خبرونهاقتصاد

په پکتیکا کې د ١١ پُلګوټو او روزګان کې د ویجاړو شویو پُلګوټو د رغولو چارې پیل شوې

 کابل، د لړم ۱۹مه، باختر

د ټولګټو چارو وزارت له لوري په پکتیکا کې د ۱۱ پُلګوټو او د روزګان دهرادو ولسوالۍ د ویجاړو شویو پُلګوټو د رغول چارې پیل شوې دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پکتیکا په بېلابېلو مسیرونو کې د ١١ پُلګوټو د رغولو چارې مخ پر وړاندې روانې دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا يې په دوامداره توګه څارنه کېږي.

د یو بل خبر له مخې؛ د ټولګټو وزارت له لوري، د روزګان د دهراود ولسوالۍ پرغځېدلي سړک د ویجاړو پُلګوټو د بیارغونې کار پیل شو.

د یادې ترمیماتي پروژو مالي لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا