امنیت

دملي اردو لوى درستيز په اروپا کې دناتو دګډو ځواکونو له لوى قوماندان سره وکتل .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
دملي اردو لوى درستيز  په اروپا کې دناتو دګډو ځواکونو له لوى قوماندان سره وکتل .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې  چې دهيواد دملي دفاع په وزارت کې وشوه  دواړو لورو  دافغانستان او سيمې  دامنيتي مسئلو  ، سولې او امنيت ، دملي اردو  دپرمختګونو او دافغانستان له ملي اردو سره  ددغه سازمان دهمکاريو په باب  خبرې وکړې .
  دملي اردو  لوى درستيز دګرجنرال ارکانحرب  قدم شاه  شهيم  دروان کال  په بهير کې  امنيتي ځواکونه  په ښو برياليتوبونو سره دجګړې په  جبهو کې و .
په مقابل کې په اروپا کې دناتو د ګډو ځواکونو لوى قوماندان سترجنرال دامروزدملي اردو برياليتوبونه وستايل  او ويې ويل  افغان امنيتي ځواکونو ثابته کړه چې کولى شي  په زړه ورتيا سره دخپل هيواد  مستقله دفاع وکړي .
  ده په اروپا کې دناتو دګډې  قوماندانۍ په استازيتوب ډاډ ورکړ چې ددغه سازمان  غړي  دافغانستان دخلکو او دولت  تر څنګ ولاړدى او دافغان امنيتي ځواکونو دپياوړتيا او سمبالولو او په دغه هيوادکې دسولې او ثبات دټينګښت په خاطر خپلو همکاريو ته  دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته