
کابل، د غبرګولي ۵مه، باختر
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ١٣ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پرون د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار، له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې د دې ولایت بېلابېلو سیمو کې د نورو برخو ترڅنګ د پراختیا او بیارغونې برخو کې د ولس له غوښتنو سره سم د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.
مختار په خپلو خبرو کې دغه نوی جوړېدونکی سړک د ((پرمختګ سړک)) په نوم ونوماوه او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته به په ګډه د دې ولایت پرمختګ، لا بډاینې او سمسورتیا لپاره کړنې ترسره کوي.
ورته مهال د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال وویل، چې دغه سړک د ښار لوېدیځې څنډې ته د غزني او کټواز عمومي سړکونو سره نښلوي، چې چارې یې د دې ولایت څو تنو سوداګرو له لوري د ښاروالۍ ریاست په بشپړه همکارۍ سره پیل شوې.
هلال زیاته کړه، چې که د پکتیکا سوداګر یې ملتیا وکړي نو ډېر ژر به دغه ښار ته ښکلا او پراختیا ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ښرنې ښاروالي ریاست په دې وروستیو کې د ٤٠ میلیونو افغانیو په لګښت د ښار اړوند بېلا بېلې پروژې پیل کړې چې ځیني یې بشپړې شوي او ځینې نورې به یې په راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
لمر،شهاب