کابلباختردسنبلي٣٠
په قندهار ولايت کې دانځرو حاصلات د تيرکال په پرتله زيات شوي دي .
دقندهار ولايت د کرنې مسولين وايي دنباتي آفتونو مخنيوي او موسمي اورښتونه په دغه ولايت کې دانځرو دحاصلاتو د زيا توالي سبب شوي دي .
دقندهار ولايت دکرنې رياست مسولينو باخترآژانس ته خبر ورکړ :
تيرکال په ټوليزه تو ګه اووه زره ټنه انځر راټول کړى شوي وو اوسږ کال هيله کيږي چې دتيرکال په پرتله دانځرو د حاصلا تو کچه لوړه شي .
د افغانستان د سودا ګرۍ اوصنايعو د خونو دشميرنو له مخې تيرکال اووه زره ټنه تا زه او وچ انځر پاکستان ،هندوستان ، متحده عربي اماراتو اونورو هيوادونو ته صادر شوي وو چې له دې پلوه په مليونونو افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي .
دسودا ګرۍ اوصنايعو د خونو دشميرنو له مخې دروان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د تازه ميوو صادرات په سلو کې څلويښت زيات شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل