خبرونهامنیت

څوتنه د ننګرهار د سيمه ييزې خبريالې ملالې ميوند د وژلو په تور ونيول شول

٢٧- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
په ننګرهار کې د سيمه ييز خبريالې ملالې ميوند له ترور يوه ورځ وروسته مسوولينو د دغې وژنې د عاملينو د نيولو خبرورکړ.
ملاله ميوند چې د انعکاس خصوصي ټلويزيون ته يې کارکوله د پنجشنبې په ورځ کله چې د خپل کار په لور روانه وه، په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانوله خوا پرې بريد وشو او له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شوه.
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل باختراژانس ته وويل چې د ملي امنيت منسوبينود دغه سيمه ييز خبريالې د وژلو عاملان ونيول.
هغه د نيول شويوکسانو د هويت او دا چې په کومې ډلې پورې مربوط دي څه ونه ويل.
د ننګرهار والي وايي چې د نيول شويو کسانو دوسيه د امنيتي ځواکونو د څېړنې له بشپړېدو وروسته به عدلي اوقضايي بنسټونوته ولېږل شي.
د ننګرهار امنيتي خبرځايونه وايي چې د سيمه ييز خبريالې ملالې ميوند د ترور په تور نيول شوي کسان په خپل جرم اعتراف کړي دي.
هغوى د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه زيات جزييات ورنه کړل .
تراوسه د دغه سيمه ييز خبريالې د ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .
ملاله ميوند څوڅوځلې ويلي و چې د يوشمېر ډلو له خوا هغې ته د وژلو ګواښ شوى دى.
د انعکاس ټلويزيون د خبريالې او وياندې ملالې ميوند ترورله کورنيو او نړيوالو له غبرګونونوسره مخ شوى دى.
د دغې پېښې وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د خبريالانو د حقوقو مدافع بنسټونو د افغانستان له امنيتي مقاماتو څخه وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت په تامينولوکې زياتې هلې ځلې وکړي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته