ټولنه

دسترې محکمې رييس دزده کړيزو پروګرامونو په جوړولو کې ديوناما ددفتر داسانولو رول هرکلي وکړ .

کابل /دليندى ٢٧مه / باختر :
قاضي القضات او دسترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم  نن په افغانستان کې ديوناما  دقانون  دواکمنۍ دبرخې له رييسې  ميرمن  رومانا شوايګر  سره وکتل .
په کتنه کې لومړى شوايګر له عدلي اوقضايي  بنسټونو سره ديوناما ددفتر دهمکارۍ  دجزئياتو په باب  خبرې وکړې  او دجزا دکوډ له تطبيق څخه  درامنځته شويو  ننګونو ددوه ورځني  توضيحي  او پېژندنې  دسيمينار دجوړولو لپاره  ددغه دفتر داسانتياو دبرابرولو چې د ليندۍ  دمياشتې له  ٢٥ نيټې څخه تر  ٢٦ نيټې پورې   دشمال ختيځ زون دڅه دپاسه سلو تنو قاضيانو ، څارنوالانو او ددغه زون دولايتونو  دعدليې درياستونو  دمسلکي غړو لپاره په بدخشان کې  جوړ شوى و ،  يادونه وکړه  او په نور زونونوکې دورته سيمينارونو دجوړولو لپاره  داسانتياو دبرابرولو او د زده کړييزو پروګرامونو  دجوړولو اوله اداري  فساد سره دمبارزې  دمحکمو لپاره  دظرفيت دلوړولو  په ساحو کې  دهمکارى  ددوام ژمنه وکړه .
  په مقابل کې  دسترې محکمې رييس دقضايه قوې  په ګډون  له عدلي اوقضايي ادارو سره په کابل کې  ديوناما ددفتر  له دايمي همکاريو څخه  مننه څرګنده کړه او دعدلي اوقضايي  منسوبانو لپاره  په مرکزاو ولايتونوکې  دزده کړييزو پروګرامونو په جوړولو کې  چې  له دغوادارو سره  په همغږى کې  ترسره کېږي .  ديوناما ددفتر د اسانتياو  رول ارزښتناک وباله  او هرکلي يې وکړ .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته