ټولنه

د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو

جلال آباد باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او څه ناڅه نهه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې د ماهيپر په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى بس موټر له يوه بار وړونکي موټرسره ټکر وکړ.
د کابل _ جلال آباد د لويې لارې دترافيکو يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو تن وژل شوى او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
ده د مسافر وړونکي بس موټر د چلوونکي ګړنديتوب او بې احتياطي د دغې پيښې د رامنځته  کيدو اصلي علت وباله.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته