خبرونهاقتصاد

په پکتیکا کې د ډبرو سکرو د استخراج چارې پیل شوې

کابل، د زمري ۲۲، مه، باختر
د پکتیکا په سرحوضې ولسوالۍ کې د ګلردین په کلي کې د ډبرو سکرو د استخراج چارې پيل شوې، چې د سيمې ګن شمېر اوسېدونکو ته به پکې کاري زمينه هم برابره شي.
د کانونو او پټرولیم رییس مولوي نظر ګل صیاد باختر آژانس ته وویل، چې د دغه کان د استخراج چارې یې د اړوند وزارت د مکتوب په اساس یو ساختماني شرکت ته ورکړي، چې په لومړۍ مرحله کې به ترې لس زره ټنه د ډبرو سکاره استخراج کړي.
د صیاد په خبره، دغه لس زره ټنه د ډبرو سکاره به د سيمې خلک استخراجوي او د یو ټن پر سر به ۳۰۰۰ افغانۍ ټکس دولت ته ورکوي.
د سیمې خلک د یاد کان استخراجولو ته خوښ دي او وايي چې په دې سره به د سیمې خلکو ته کاري زمینه هم برابره شي.
هېره دې نه وي چې څو میاشتي مخکې د پکتیکا په ځينو نورو سیمو کې د کانونو د استخراج سروې شوې وه، چې د بشپړېدو وروسته به کار پرې پیل شي.
صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا