خبرونهټولنه

په پکتیکا کې د کار په بدل کې ۲۱ ټنه غنم ووېشل شول

 کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې  کاریګرو ته د کار په بدل کې ۲۱ ټنه غنم ورکړل شول.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، رییس مولوي مطیع الله منصور باختر آژانس خبریال ته وویل، چې پر مرکز ښرنې سربېره ځینو ولسوالیو کې کاریګرو ته د کار په بدل کې غنم ورکړل شول.

مولوي منصور زیاته کړه، چې په راتلوونکو څو ورځو کې به په وړممۍ ولسوالۍ کې د ۱۰ وچو کارېزونو د کیندلو چارې هم پیل شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا