سیاست

دبهرنيو چارو وزير دامريکا له استازې سره وکتل

 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٦ :
  دهېواد دبهرنيو چارو وزير پرون دامريکا  دملي امنيت دشورا  دجنوبي آسيا دچارو له  جګپوړې رئيسې ميرمن ليسا کرتس  سره   چې ددغه هېواد دهيئت په مشرۍ دکابل بهير په غونډه  کې دګډون لپاره افغانستان ته راغلې ده ، وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو  دکابل   دبهير دغونډې  دنتيجو  او خبرو دهدفونو ،  دهېواد دروانو  حالاتو  او له افغانستان سره  دامريکا دهمکاريو په باب خبرې اترې وکړې او ميرمن کرتس  په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره دوامداره ملاتړ په لاره کې دامريکا دژمنې  ډاډ  ورکړ . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته