خبرونهفرهنګ

په پکتیکا کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو لپاره هڅې پيل شوې

 کابل، د زمري ۸ مه، باختر

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د پکتیکا په مرکز ښرنې کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو لپاره اووه ورځنی ګرځنده کتابتون جوړ کړ.

خلک د لوست پر ارزښت  پوهول، کتاب له ځان سره د یو ښه  ملګري په توګه ګرځول، ځوانانو او ماشومانو ته د کتاب په ارزښت معلومات ورکول د دغه کمپاین موخې ښودل شوې دي.

په پکتیکا کې د سویډن کمېټې د کتابتون مسؤل عبدالرازق یاور باختر آژانس ته وویل، چې دغه کمپاین به په مرکز کې یوه اوونۍ ونیسي. په خبره یې، د ښار په مختلفو برخو کې به کتابتون پرانیستی وي او پلان لري چې دغه کمپاین به د پکتیکا ولسوالیو ته هم وغځول شي.

خیال محمد او حافظ الله هاشمي چې یاد کتابتون ته د مطالعې لپاره ورغلي وايي، چې کتاب باید هیڅ اوونۍ ونه لري، هره ورځ باید کتابتون ته لاړ شي او مطالعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د پکتیکا په مرکز کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب اوونۍ هم نمانځلې.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا