کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
په جوزجان کې تېره شپه د ماين په چاودنه کې درې وسله وال طالبان او يو ملکي وګړى ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبانو د جوزجان د فيض آباد ولسوالۍ په حيدرآباد کلي کې هغه وخت ووژل شول چې د دوى جوړ کړى شوى ماين وچاودېد. په چاودنه کې يو ملکي وګړى هم شهيد شو.
خبرځاى زياته کړه: په پېښه کې ٤ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
پاى ذ