ټولنه

دسولې دپروګرام عملي کول او په پکتيکا کې دسولې د اوونى نمانځنه .

 

کابل باختر د وږي ٣١

  دسولې داوونى دنمانځنې او د افغانستان دسولې دعالي شورا دپخوانى  رييس برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ تلين په درناوى په پکتيکا ولايت کې دسولې په ښيګڼو دپوهوي کمپاين پيل شو .

 په دې کمپاين کې ټاکل شوى ده دپکتيکا ولايت په ګوټ ګوټ کې د رسنيو، جوماتونو ، ښوونځيو او دتبليغاتي پاڼو د  ځړولو له لارې خلکو ته دسولې د ښيګڼو په باب معلومات ورکړى شي .

 دپکتيکا والي محب الله صميم  په خيرکوټ ولسوالۍ کې دسولې داوونى او دافغانستان دسولې دعالي شورا دپخوانى رييس برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ تلين د درناوى په مراسموکې، له مخالفينو څخه وغوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي او د خپل هيواد په بياجوړولو کې ونډه واخلي .

   په همدې حال کې دپکتيکا والي باختر اژانس ته وويل چې دوى عادي ژوندانه ته دمخالفينو دپيوستون  پرګرام پراخ کړي دي .

 دپکتيکا د والي له خوا د وړاندې شويو شميرنو له مخې دوى يواځې په دې وروستيو وختو کې په دې بريالي شوي دي چې اتيا تنه مخالفين عادي ژوندانه  ته ستانه کړي

 محب الله  صميم وويل چې دوى هغو کسانو ته چې دسولې پروګرام ته مخه کوي دکار زمينه  هم  په پام کې نيسي  چې وکولى شي  دځان او دخپلې کورنى د ژوندانه چارې تنظيمي کړي .

 په دغو مراسمو کې چې دلسګونو تنو قومي مشرانو او دسيمه ييزو مقاماتو په ګډون  پرځاى شوى وو، برخه والو د ويناو په کولو سره سوله افغانستان ته  يوه اړتيا وبلله او له وسله والو طالبانو او له نورو جګړه مارو ډلو څخه وغوښتل چې له ورانکارى څخه لاس واخلي .

 دغو وينا والو دغه راز دازادي او سولې دلارې دشهيدانو او په تيره بيا دشهيد برهان الدين رباني  پاک روح ته دعا وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته