
کابل، د سلواغې ۶مه، باختر
په پکتیکا کې د یوولسو پلګوټو د اساسي ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
باختر آژانس ته د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې؛ د پکتیکا په درېیو بېلابېلو تګلورو کې د ١١ ویجاړو شویو پلګوټو د اساسي ترمیم کار بشپړ شو او د دغه ولایت د سیمه ییزو مسئولینو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه ترمیماتي پروژه، د ٣.٤ میلیونه افغانیو په ارزښت له «بیدار همت» خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی و، چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له بودجې څخه ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د کار په بهیر کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره به یې پر یادو تګلورو د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
وهاج