
کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د پکتيکا د پوهنې رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د ۸.۸ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۱ ښوونځيو ودانۍ بیا ورغول شوې.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه ښوونځي ۸۹ ټولګي او ۱۲ تشنابونه لري، چې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۸.۸ میلیونو افغانیو په لګښت بیا ورغول شوې.
د مسوولینو په وینا، په دغه ښوونځيو کې ۵ زره ۶۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
لمر\محمد اکرم شهاب