
۱۸- کابل، د غوایي ۲۵مه، باختر
پکتیکا کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړېږي.
د یاد ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د ګیان ولسوالۍ اړوند د مېمه، رجاع او کمال کلیو کې د نړیوالې هوساینې پروګرام له لوري د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت د پاکو اوبو درې شبکې جوړېږي، چې ۶۰۰ کورنیو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي.
د یادونېي وړ ده چې د IRW له لوري د ګیان ولسوالۍ ۱۴۷ زلزله ځپلو کورنیو سره د کورونو د بیارغونې او ۴۸ تشنابونو جوړلو په پار ۴۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم کړې چې ۱۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې او پاته برخه به په لنډو ورځو کې ووېشل شي.
شهاب،ص