
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پر ۱۴زره سل اړمنو کورنیو خوراکي، توکي ووېشل.
باختر آژانس د خبر له مخې، د پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، تر چتر لاندې د ORD موسسي په مالي ملاتړ، مرکز شرنه، ارګون، سر روضه، زیړوک، یوسفخېل، یحي خېل، جاني خېل او خیر کوټ ولسوالیو کې، ۱۴زره سل اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړې، چې په یادو مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېتره غوړي، ۱ کیلو دال، یوه کیلو مالګه او د ماشومانو لپاره مقوي خواړه شامل وه.
صدیقي