ټولنه

د ډاد ګيرنې پيغام .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
دهېواد دسولې دعالي شورا درييس دمړينې په مناسبت  دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا دډاډ ګيرنې او غمشيريکۍ پيغام .
په ژورې خواشينې سره مو خبر ترلاسه کړ چې روحاني ،ملي اوجهادي شخصيت او دسولې دعالي شورا رييس پيرسيد احمد ګيلاني دهغې ناروغۍ له امله چې  ورپيښه شوې وه په حق رسيدلى دى .
ارواښاد پير سيد احمد ګيلاني دهېواد ستر روحاني اوملي شخصيت و چې خپل ژوند يې دافغانستان مسلمان ملت ته دخدمت په لاره کې تير کړ په هېواد کې دکمونستان له کودتا وروسته دملي اسلامي  محاذجهادي  تنظيم چې دشوروي  دملحدينو او يرغلګرو پرخلاف  مقدس جهادکې  مهم او ارزښتناک  رول درلود بنسټ يې کيښود اوپه برياليتوب سره دهغه  مشري وکړه . 
ارواښاد دغه واقعيت په درک کولو سره چې دهېواد په اوسنيو شرايطو سوله اوثبات دافغانستان دمسلمان او مجاهد ملت ډيره مهمه او حياتي  اړتيا ده دسولې دعالي شورا  دمشري مسووليت يې په غاړه واخيست او په دې لاره کې يې په نه ستړې کيدونکو هلوځلو  سره ګټور کارونه ترسره کړل . دافغانستان  دعالمانو سراسري  شورا دده مړينه يوه ستره ملي او نه جبيره کيدونکي ضايعه وبلله او دالله  (ج )  له دربار څخه يې ارواښاد ته دفردوس جنت ، کورنۍ ، دوستانو ،مخلصانو ، مريدانو ،مجاهدينواو دافغانستان ملت ته دجميل صبر او جزيل اجر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته