(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په پکتیکا کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۵۰ کورونه جوړ شول

کابل، د غبرګولي ۲مه باختر

د پکتیکا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونو او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت ۵۰ کورونه Cwsa موسسې په مالي ملاتړ جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.

د دغه ولایت د  طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په آسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړېوالې ادارې له لوري په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنیو ۵۰ کورونه جوړ شول، چې هر کور دوه د استوګنې خونې، یو دهلېز او یو پخلنځی لري.

منصور زیاته کړه، په هر کور ۲۱۶ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې چارې یې د دوو میاشتو يه موده کې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې نه مخکي هم یو شمېر زلزله ځپلو ته د خیریه بنسټونو له لوري کورونه جوړ شوي وو.

ص، شهاب

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا