امنیت

دنشه يي توکو درې تنه قاچاق وړ ونکي ونيول شول

تالقان باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :
دتخار ولايت پوليسو پرون درې تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تورونيول .
دتخار ولايت دامنيي قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل دغه کسان دتخارولايت  اصلي اوسيدونکي دي چي داتلسو کيلوګرامو هيروئينو دقاچاقو په تور ونيول شول  .
خبرځاى و ويل دغه کسان دامنيي قوماندانۍ دپوليسو له خوا هغه وخت ونيول شول چې دغه هيروئين يي دقاچاقو په خاطر دينګي قلعه ولسوالۍ داستوګنې  په يوه کور کې ساتل.پيښه دپوليسو له خوا څيړل  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته