
کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د پکتیکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولين وايي، چې ګیان ولسوالۍ کې د سویډن موسسې په مالي ملاتړ ۵۰ کورونه د ١٨٤ زره امریکایې ډالرو په لګښت ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د درېو میاشتو په موده کې ٥٠ کورونه، چې دوه اطاقونه یو دهلېز لري د سویډن موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، ګیان او برمل هغه ولسوالۍ دي، چې زلزلې ورته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
شهاب،ص